جمهور رئیس کرزي نن د جمعې په ورځ د الجزیرې د تلویزون سره په مرکه د خپلو سوابقو نه دفاع وکړه او افغانستان یې د ډیموکراسۍ یو ښه سمبول وباله.
لویدیځ ملکونو وروسته د هغه نه چې جمهور رئیس کرزي د اګست د میاشتې جنجالي انتخابات وګټل چې پرې د ټګۍ برګۍ زیاتې ادعاګانې وې، د هغه نه غوښتي دي چې په خپل حکومت کې دي د اداري فساد پرضد مبارزه وکړي.
جمهور رئیس کرزي وویل چې که څه هم زیات شمیر ملکونه په افغانستان کې قواووې لري خو د هغه په وینا زه یې احسان اچولو ته ضرورت نلرم.
جمهور رئیس کرزي وویل چې حکومت یې د نړیوالو قواوو سره کار کوي چې د تروریستانو پر ضد مبارزه وکړي او په ملک کې سوله او امنیت راولي.
جمهور رئیس کرزي وویل چې هغه به د افغانستان په هکله د لندن په راتلونکي کنفرانس کې د نورو پیسو غوښتنه نه بلکې د نړیوالې ټولنې نه به دا وغواړي چې د افغانانو بندي کول ودروي او د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.
د امریکا متحده ایالات او د ناټو نور غړي ملکونه اوس په افغانستان کې سل زره عسکر لري.